کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم د پښو سوخت لرئ؟ آسانه درملنه یې دلته ولولئ

آیا تاسې هم د پښو سوخت لرئ؟ آسانه درملنه یې دلته ولولئ

ډېر شمېر خلک زیات د پښو په تلو کې د ګرمښت احساس کوي، دغه ګرمښت کله دومره ډېر شي لکه اور چې بل شوی وي. که چېرته وګورو نو دغه ډول احساس دوه لاملونه لري، عصبي کمزوري او د شکر ناروغي.

که چېرته له دا ډول ستونزو سره مخ شوئ نو سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ، خو که غواړئ چې کورنۍ درملنه یې وکړئ، نو له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ:

که چېرته تاسې د شکر ناروغۍ لرئ نو لوی لامل یې هغه خواړه دي چې تاسې یې استعمالوئ، نو هڅه وکړئ چې داسې خواړه وخورئ چې شکر مو برابر کړي.

دغه راز کولی شئ چې خپلې پښې وچې وساتئ یا داسې موزې پر پښو کړئ چې هوا ترې تېره شي. بل لاره یې داده چې پښې مو په اوبو کې کېږدئ ترڅو د وینې جریان یې سم شي.

خپل پښې مالش کړئ، دغه کار به هم د وینې جریان ښه کړي او ورزش کول هم ګټور تمامېږي، لکه څنګه چې ددې ستونزې په سبب تګ کول ستونزمن کېږي نو اړینه ده چې ورزش وکړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …