کورپاڼه / روغتيا / آیا د سپیغولو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د سپیغولو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

سپیغول تقریباً په هر یو کور کې استعمالېږي او ډېر هغه کسان ترې ګټه اخلي، چې د ډېر عمر لرونکې وي او د قبص او د هضم ستونزې لري، خو د ځوانانو لپاره هم ګټور تمامېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې سپیغول پخپل جوړښت کې له درملو ډېر اغېز لري او د فایبرو یوه ښه ذریعه هم ده چې له ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي. د وینې کلیسترول ختموي او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

دغه راز هغه کسان چې د ځوانکو او دانو له ستونزو سره مخ وي، د هغوی لپاره اغېزمن تمامېږي، معده او کولمې پاکوي او ترڅنګ یې د لوږې احساس ورکوي او د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي.

له ساینسي څېړنو هم ثابته شوې چې سپیغول د انسان په بدن کې خراب کلیسترول ختموي. د لویو کولمو د سرطان پر وړاندې اغېزمن تمامېږي، انسولین برابر ساتي او د شکر د ناروغۍ خطر کموي.

د شریانونو غوړ ختموي، د لوړ فشار لپاره ګټور وي، د ښځو د هورمونونو د بې نظمۍ مخنیوی کوي خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې له درملو سره سپیغول استعمال نه کړو، بلکې له ډاکتر سره مشوره وکړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …