کورپاڼه / بېلا بېل / له جامو به داغونه څنګه پاکوو؟

له جامو به داغونه څنګه پاکوو؟

ډېر وخت کله چې جامې اوتو کوو نو د اوتو داغ په جامو پاتې کېږي، چې بیا ډېره بد بریښي او پر شخصیت مو یو ډول اغېز پرېباسي، موږ ددې ستونزې د حل په موخه ځینې حللارې وړاندې کړي، چې دلته به یې ولولو.

هر کله چې مو حس کړه چې پر جامو د اوتو داغ پرېوځي، نو ژر مو اوتو پورته او بند کړئ او پر جامو ګرمې اوبه واچوئ. که چېرته مو جامو پر بلیچو د وینځلو وړ وې نو تر پنځلس دقیقو یې بلیچ کې پرېږدئ، ویې وینځئ او په لمر یې وچې کړئ.

که چېرته بیاهم داغ لېرې نه شو نو د جامو وینځلو ماشین ته یې واچوئ او تر ډېره یې پرېږدئ، که چېرته داغ ختم نه شي، کم به ضرور شي.

داغجنې جامې داسې ونیسئ چې داغ یې پورته ونیسئ او هایدروجن پر اکساید پرې واچوئ، بیا وچه ټوټه پرې کېږدئ، بیا ګرم اوتو چې ډېر ګرم نه وي پرې ووهئ، درې یا څلور ځلې دا کار تکرار کړئ، نو داغ به یې ورک شي.

لږ سپنج راواخلئ او په سپینه سرکه کې ډوب کړئ او بیا د کمیس داغ پرې صاف کړئ. دغه راز د لېمو اوبه پر داغ واچوئ او په ګرمو اوبه کې کېږدئ او بیا یې ووینځئ.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …