کورپاڼه / روغتيا / آیا د شین مرچک ډېر استعمال زیانمن وي؟

آیا د شین مرچک ډېر استعمال زیانمن وي؟

شین مرچک، چې د خوړو او ترکارۍ خوند دوه برابره کوي، یو له هغه خوراکي توکو څخه دی چې بې شمېره حیرانوونکې ګټې لري. ترټولو لویه ګټه یې داده چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو مخنیوی کوي.

که چېرته له شین مرچک څخه د سلاد په ډول ګټه واخیستل شي، نو ویټامین سي یې د هضم سیستم لپاره اغېزمن تمامېږي. دغه راز د سړو، ټوخي او د سږو سرطان درملنه هم په شین مرچک کې نغښتې ده.

شین مرچک د نسجونه فعالیتونه ښه کوي او د وینې نوې حجرې جوړوي. د هډوکو د پیاوړتیا لامل هم کېږي او خوندي یې ساتي. که چېرته یې په خوراکي توکو کې شامل کړو نو د زړښت اغېزې ختموی.

که چېرته له درد سره مخ یئ نو مرچک ور پکې ګټور تمامېږي، ځکه د بدن تودوخه ډېروي او درد اراموي. که چېرته یې په ورځني ډول استعمال کړو نو ممکن له ډېرو ناروغیو خوندي پاتې شو.

بل لوري ته شین مرچک د وزن په کمولو کې هم مرستندویه تمامېږي، خو که چېرته ډېر استعمال شي نو معدې او خېټې ته زیانمن تمامېږي او باید هغه وخت استعمال شي کله چې ترکاري پخه شي، ځکه په دې سره به یې منرالونه او ویټامین ضایع نه شي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …