کورپاڼه / روغتيا / ساینسپوهانو د ګنجي کېدو ستونزې ته حل موندلی

ساینسپوهانو د ګنجي کېدو ستونزې ته حل موندلی

د ساینسپوهانو له لورې ادعا شوې چې دوی اوسمهال د ویښتانو د توییدو او ګنجي کېدو د درملنې لارې چارې موندلي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ساینسپوهانو د نینو پارټیکل مایع څخه یو داسې محلول جوړ کړی چې پر موږکانو یې تجربه کړی او حیرانوونکې پایلې یې ترلاسه کړي.

دوی ادعا کوي چې دغه عمل په ښځینه او نارینه کې یو ډول ګټور تمامېدلی شي. روغتیايي کارپوهان وایي ګنجي کېدل یوه داسې ناروغي ده چې میلونونه کسان ورسره مخ دي او څېړونکې یې هم د درملنې لپاره اندیښمن دي.

د ویښتان توییدل ډېر لاملونه لري چې یو لامل یې د ویښتو لاندې شریانونه ته د وینې سمه نه رسېدنه ده که چېرته سالم او له غذاییت ډک خواړه وکاروو، نو ستونزه مو تر یوې اندازه پورې حل موندلی شي.

د نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نینو پارټیکل مایع د سر پوستکی او کمزوري ویښته اغېزمنوي، د زهرجنو موادو مخنیوی کوي او پوستکی پاکوي. چې په دې سره د ګنجي کېدو د ستونزې درملنه کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …