کورپاڼه / جالب / د وایلن یا سرېندې په ډول کښتۍ خلک حیران کړي

د وایلن یا سرېندې په ډول کښتۍ خلک حیران کړي

په ایټالیا کې، هغه کښتۍ چې د وایلن یا سرېندې په ډول سره جوړه شوې او د تېرې جمعې په ورځ په ازمایښتي ډول د وینس په سمندر کې وګرځول شوه، خلک حیران کړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په ایټالیا کې د سرېندې په ډول سره کښتۍ جوړه شوې، کومه چې د جمعې په ورځ وازمایل شوه او د خلکو پام ځانته واړوو.

دغه وایلن یا سرېنده ډوله د هغه کسان د تغزیت لپاره جوړه او وړاندې شوې، چې د کورونا وایروس وبا په سبب زیانمن شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې ددې کښتۍ د ازمایښتي سفر پرمهال یوې میرمنې وایلن یا سرېنده غږوله او پخپله ازمایښتي سفر روانه وه.

دغه کښتۍ د کورونا وایروس د ګرځبندیز پرمهال د لیویو ډي مارچي لخوا د وینس د ادارې په مرسته جوړه شوې ده. دغه هنرمند په د وینس د ترکاڼ په نوم سره مشهور دی او له دې وړاندې یې هم داسې مجسمې جوړې کړې وې، چې په اوبو کې به تېرېدې.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …