کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ وزن ډېر کړئ؟ له دې لارو چارو ګټه واخله

آیا غواړئ وزن ډېر کړئ؟ له دې لارو چارو ګټه واخله

تل به اورېدلي او لېدلي وي چې هر شخص د وزن کمولو هڅه کوي او ددې موخې لپاره سخت ورزشونه کوي او له غذایي رژیم څخه ګټه پورته کوي. دغه راز ځینې کسان په ورځني ډول قدم وهنه هم کوي.

خو آیا کله مو اورېدلي چې یو څوک دې د وزن ډېرولو هیله ولري؟ که ځواب مو نه وي، نو باید پوه شئ چې په نړۍ کې ځینې داسې کسان هم شتون لري چې هغوی خپل وزن ډېرول غواړي.

که غواړئ چې تاسې هم وزن ډېر کړئ نو: هڅه وکړئ چې له درې وخته ډوډۍ پرته په نورو وختونو کې هم ډوډۍ وخورئ، یعنې پخپل خوراک کې بې ترتیبي راولئ.

که چېرته غواړئ چې وزن مو ډېر شي نو ترټولو آسانه لاره یې داده چې ډېره کالوري ترلاسه کړئ. دغه راز د شپې دوه کېلې وخورئ او یوه پیاله شېدې وڅښئ.

بل طریقه داده: د شپې لخوا په یوه پیاله اوبو کې درې دانې انځر واچوئ، سهار چې کله پورته شوئ نو دغه اوبه او انځر وخورئ څو ورځې وروسته به مو وزن ډېر شي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …