کورپاڼه / ريکارډونه / جیو روټ خپلي منډې نهه زره ته ورسولې

جیو روټ خپلي منډې نهه زره ته ورسولې

د انګلينډ کرکټ ملي لوبډلي اوسني ټيسټ لوبو لوبډلمشر، جيو روټ د ټيسټ فارمټ منډي تر ۹۰۰۰ پوري ورسولې او لا هم وړاندي روان دی.

جيو روټ چي د هند خلاف د پنځه ټيسټ سياليو په سيريز کي په لوبو بوخت دی نن يې د خپل د ټيسټ کرکټ د تاريخ بله کارنامه د ياد ګار په توګه پرېښوده.

روټ د انګلينډ د کرکټ په تاريخ کي دوهم کرکټر شو چې ټيسټ کرکټ کې ۹۰۰۰ منډي جوړوي، وړاندې له روټ څخه اليسټر کوک دې هيواد لپاره په همدې فارمټ کي ۱۲۴۷۲ منډي په يادګار پرې ايښي دي.

د انګلينډ بهترين لوبغاړي جيو روټ په روان کال ۲۰۲۱ کې، نولس اينينګز ټيسټ کرکټ لوبې ترسره کړې دې، چي پنځه سلیزو او يوه نيمه سليزي سره يې ۱۱۷۰ منډي جوړي کړې دي.

د کرکټ نړيوالي شورا د ټيسټ فارمټ په درجه بندۍ کي اوس مهال جيو روټ څلورم مقام ځان سره لري، له نوموړي څخه مخکي کين ويليمسن، لومړی، سټيو سميت دوهم او مارنوس لابوشانې دريم مقام کي دي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …