کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د لوبو د سرنوشت په اړه خبرې روانې دي

د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د لوبو د سرنوشت په اړه خبرې روانې دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ په اړه، چې تر اوسه پورې یې مهالویش نه دی اعلان شوی، د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه کړې چې دغه لوبې دې په یو ښار او پیچ باندې ترسره شي، خو افغان کرکټ یې په دوو ښارونو کې د ترسره کولو اراده لري.

پاکستان لوبډله د کورونا وایروس بهانه کوي او پر یو لوبغالي د لوبو کولو ټینګار کوي. بل لوري ته د دواړو لوبډلو لپاره د کرنتین کېدو موده هم نه ده معلومه شوې او ترڅنګ د سفر ستونزې هم د یادونې وړ ګڼي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دغه لوبلړۍ د سپتمبر له دریمې تر نهمې نېټې پورې ترسره شي، خو پاکستان رسنۍ وایي چې موجوده حالاتو ته په کتو ښایي دغه لوبې ترسره نه شي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان کرکټ سره یې خبرې روانې دي، ځینې ستونزې حل مومي، تر اوسه پورې خو دغه لوبلړۍ ترسره کېدونکې ده، افغانستان کوربه دی او مهالویش باید اعلان کړي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …