کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د انستاګرام له دې راز څه خبر یاست؟ لویه ستونزه مو حلوي

د انستاګرام له دې راز څه خبر یاست؟ لویه ستونزه مو حلوي

د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشنې فیسبوک، وټساپ او انستاګرام د ځینو داسې پټو رازونو لرونکې دي، چې په اړه یې ډېر کاروونکې نه پوهېږي. نن ورځ د انستاګرام یوه داسې طریقه درښیو چې ښایي ډېره ګټوره وي.

ډېر وخت موږ پخپل اکونټ کې ځینې داسې فالوورز لرو، چې هغوی نه شو ان فالو کولی او زموږ غوښتنه دا وي چې هغوی باید ونه څارو، خو بیا یې پوسټونه زموږ مخې ته راځي.

هغه کسان چې پوسټونه یې ستاسو د ځور سبب کېږي، نو هغوی د ان فالو کولو پرته د (Mute) آپشن وټاکئ او له ستونزې ځان وژغورئ.

د انستاګرم دا فیچر یوه ځانګړتیا دا لري چې په میوټ کېدلو سره، مقابل کس په دې نه پوهېږي چې تاسې میوټ کړی، یعنې انستاګرام ستاسو راز خوندي ساتي او ستونزه هم در حلوي.

طریقه:

سرچ بار ته لاړ شئ، بیا د هماغه شخص نوم ولټوئ او پروفایل یې پرانېزئ. بیا د فالووینګ اپشن وټاکئ، په هغې کې به درې آپشنې ووینئ، د میوټ اپش باندې کلیک وکړئ، اوس چې هر څه ستاسو خوښه وي ویې ټاکئ.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …