کورپاڼه / خپلواک / هند د بنګله دېش لوبډله تر سخت فشار لاندې راوستې
ويراټ کوهلي

هند د بنګله دېش لوبډله تر سخت فشار لاندې راوستې

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ نومبر ۲۰۱۹): د هند او بنګله دېش ترمنځ په هند کې دويمه ټېسټ سيالي روانه ده، چې هند پکې د بنګله دېش لوبډله سخته خرابه کړې ده.

د لوبې په پيل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

خو د بنګله دېش توپوهونکي د هندي توپ اچونکو پر وړاندې په مېدان کې ونه درېدای شو او پرلپسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، چې ټوله لوبډله يې په ډېرو لږو منډو، يعنې په ۱۰۶ منډو وسوځېدله.

د بنګله دېش له لوري شادمن اسلام ۲۹ او ليتون داس ۲۴ منډې ترلاسه کړې. د هند له لوري بيا ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه چې ايشانت شرما ۵، یوميش يادو ۳ او محمد شامي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ټېسټ سيالۍ په لومړۍ ورځ باندې هند هم خپله توپوهنه پيل کړه، چې د ورځې تر پای پورې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې ترلاسه او پر بنګله دېش ۶۸ منډې برتري ترلاسه کړه.

د هند له لوري چيتيشور پوجارا ۵۵، روهيت شرما ۲۱ او ماينک اګروال ۱۴ منډې ترلاسه کړې، همدا راز ويراټ کوهلي په ۵۹ منډو او اجينکی ريهانی په ۲۳ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي چې دواړه به د دويمې ورځې توپوهنه هم پيلوي.

د بنګله دېش له لوري عبادت حسېن ۲ او الامين حسېن ۱ ويکټ ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې هند په لومړي ځل د شپې ټېسټ سیالي ترسره کوي او همدا راز لومړی ځل دی چې په ګلابي توپ باندې ټېسټ سيالي ترسره کوي. همدا راز دا لومړی ځل دی چې په کوم اسيايي هېواد کې د شپې ټېسټ سيالي او په ګلابي توپ باندې ټېسټ لوبه ترسره کېږي.

ياده دې وي چې د ټېسټ سياليو اتلولۍ چېمپينشپ کې هند تر ټولو زیاتې لوبې ګټلي او ۳۰۰ نومرې لري، چې تراوسه پورې يې کومه ټېسټ سيالي نه ده بايللې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …