کورپاڼه / روغتيا / که چېرته په پرلپسې ډول پیزا وخورو نو څه به وشي؟

که چېرته په پرلپسې ډول پیزا وخورو نو څه به وشي؟

برګر، پیزا، چپس او نور داسې خوراکي توکي دي، چې خلک یې په خوند سره خوري او ترې پرهېز کول تقریباً ستونزمن وي. که چېرته تاسې په ورځني ډول له یو یا دوو څخه ډېره پیزا خورئ، نو یاد یې ولرئ چې دا مو پر بدن منفي اغېزې کوي.

آیا کله مو فکر کړی چې د پیزا له خوراک وروسته ولې وږي کېږو؟ پیزا د ډېرې لږو فایبرو لرونکې وي. لکه څنګه چې فایبر د لوږې احساس ختموي، نو پیزا په هغه اندازه فایبر نه شي برابرولی چې موږ ورته اړتیا لرو، چې په دې ډول مو وزن ډېروي.

کله چې ډېره پیزا وخورو نو له ستونزو سره مو مخ کوي، کله چې زموږ بدن ډېر فایبر ترلاسه نه کړي نو هضم مو خرابېږي او د قبض په ناروغۍ اخته کېږو.

پیزا د ډېرو سودیم لرونکو موادو لرونکې وي چې په مصنوعي ډول سره ساتل کېږي، نو که چېرته ډېره پیزا وخورو نو د زړه له ناروغۍ سره مو مخ کوي او ترڅنګ یې د سرطان او چاغښت سبب هم کېږي.

دغه راز پیزا په بشپړ ډول پروټین نه لري، نو ځکه ورسره د وینې شکر ډېرېږي، که یو ځل داسې څه وشي نو ستونزه نشته خو که چېرته په دوامداره توګه تکرار شي نو د شکر سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …