کورپاڼه / د لوبو راپورونه / دریمه ورځ: انګلستان پر هند ۲۷ منډې واړولې

دریمه ورځ: انګلستان پر هند ۲۷ منډې واړولې

انګلستان لوبډلې د هند ۳۶۴ منډو پر وړاندې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۱ منډې وکړې او پر هند یې ۲۷ منډې واړولې.

دغه لوبه، چې د انګلستان په کوربتوب په لارډز لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هند په ۱۲۶.۱ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۶۴ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې روهیت شرما ۸۳ او ویرات وهلي ۴۲ منډې وکړې. دغه راز راهول ۱۲۹ او رویندر جدیجا ۴۰ منډې وکړې.

د انګلستان له لورې په توپ اچونه کې جیمس اندرسن ښه توپ اچونه وکړه او پنځه لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز روبینسن او مارک ووډ دوه ـ دوه او معین علي یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بل لوري ته انګلستان د ۱۲۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۹۱ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې جي روټ ۱۸۰، جوني بیرسټو ۵۷ او برنیس ۴۹ منډې وکړې. د هند له لورې محمد سراج څلور، ایشانت شرما درې او محمد شامي دوه لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …