کورپاڼه / جالب / د ژمي په موسم کې د واده کولو په زړه پورې ګټې

د ژمي په موسم کې د واده کولو په زړه پورې ګټې

د ژمي موسم، یو داسې موسم دی چې په عموم کې یې هر څوک خوښوي، ځکه چې یو خو له ګرمۍ څخه خوندي پاتې کېږي او بل دا چې ګرمې جامې هم اغوندي. خو آیا پوهېدئ چې ولې ډېر خلک په ګرمۍ کې واده کول غواړي؟

په ژمي کې ماشومان، ښځې، زاړه او ځوانان ټول د واده مراسمو ته خوشحالېږي، ځکه که چېرته په دې موسم کې هر څومره درنې جامې واغوندي، ورته خوشحاله وي، د خوله کېدو او ګرمۍ وېره ورسره نه وي.

د ښځو لپاره د ژمي ځکه د خوښې وړ وي، چې په دې موسم کې یې میک اپ نه خرابېږي، بلکې له اول څخه تر اخره پورې په هماغه میک آپ کې پاتې کېږي.

له واده وروسته عموماً خلک د چکر لپاره ځي او دا د هر چا هیله او غوښتنه وي چې د چکر لپاره موسم ښه، ښکلی او سوړ وي، نو ځکه خو په ژمي کې د واده کول ګټور وي.

د ژمي موسم یوه ګټه دا هم ده چې په دې موسم کې، چې هر ډول د ویښتانو سټایل جوړ کړي، نه خرابېږي او ددې اړتیا نه وي چې هر شېبه ویښته جوړ کړو.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …