کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د دریمې ورځې په پای ته رسېدو په دویمه پاڼۍ کې ۱۶۰ منډې کړي

پاکستان د دریمې ورځې په پای ته رسېدو په دویمه پاڼۍ کې ۱۶۰ منډې کړي

پاکستان د لومړنۍ ټیسټ لوبې د دریمې ورځې په پای ته رسېدو سره په دویمه پاڼۍ کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۱۶۰ منډې یې کړي دي.

دغه لوبه، چې د ویسټ انډیز په کوربتوب په جمیکا کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان د ۷۰.۳ اورونو په لوبولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۱۷ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې فواد عالم ۵۶، فهیم اشرف ۴۴، بابر اعظم ۳۰ او محمد رضوان ۲۳ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له لورې جیسن هولډر، کیمر روچ او جیډن سلیس ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې واړو درې-درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز کیلی میریس بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بل لوري ته د ویسټ انډیز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې کریګ بریتویټ ۹۷ او جیسن هولډر ۵۸ منډې وکړې. د پاکستان لخوا محمود عباس درې، شاهین اپریدي څلور او حسن علي او فهیم اشرف یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستانۍ لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې، د دریمې ورځې تر پایه پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۱۶۰ منډې یې کړي، چې له ډلې یې عابد علي ۳۴ او محمد رضوان ۳۰ منډې کړي او بابر اعظم په ۵۴ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی. د ویسټ لخوا کیمر روچ او جیډن سلیس دوه ـ دوه او جیسن هولډر یوه ویکټ اخیستې ده.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …