کورپاڼه / روغتيا / آیا د کدو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د کدو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

کدو، چې په جوړښت کې په ډېره اندازه ویټامین سي شتون لري، په اوږد او ګرد شکلونه سره پیدا کېږي. کدو د ګرمۍ د شدت ترڅنګ د ناروغیو مخنیوی هم کوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې کدو د ویټامینو او منرالونو مجموعه ده، چې کلیسترول، شکر او د وینې فشار برابر ساتي.

کدو د ویټامین سي، ویټامین کی، ویټامین ای، ویټامین اې، اوسپنې، فولیک اسید، پوتاشیم او میګنیزیم لرونکې وي او ترڅنګ یې ۹۲ سلنه اوبه او صفر کالوري لري.

کدو د بدن اوبه پوره کوي، معده سړه ساتي، د ځیګر لپاره ګټور وي، د پوزې وینه بهېدنه دروي، ګرمې دانې، ځوانکې او داغونه ختموي. دغه راز د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامېږي.

که چېرته د قبض ناروغي لرئ نو کدو ورته ګټور تمامېږي او هغه کسان چې له خوراک وروسته د سینې سوخت لري، هغوی دې له خوراک سره د کدو جوس یا سلاد استعمال کړي نو ستونزه به یې حل شي.

که چېرته په سهار کې د کدو جوس استعمال شي، نو کلیسترول به برابر وي او شریانونه به پاک وي. دغه راز د دماغو او حافظې لپاره ګټور تمامېږي، ذهني فشار ختموي او عضلې پیاوړي کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …