کورپاڼه / سياست او روانې چارې / طالبانو د لوړو زده کړو په ټولو خصوصي او دولتي مرکزونو په مسولینو، استادانو غږ کړی چې تحصیلي چارې دې دوامداره وساتي
طالبان

طالبانو د لوړو زده کړو په ټولو خصوصي او دولتي مرکزونو په مسولینو، استادانو غږ کړی چې تحصیلي چارې دې دوامداره وساتي

طالبانو، په هېواد کې د لوړو زده کړو په ټولو خصوصي او دولتي مرکزونو په مسولینو، استادانو او زده کړیالانو غږ کړی، چې د نجونو او هلکانو تحصیلي چارې دې په عادي ډول دوامدارې وساتي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوړو زده کړو اړوند په ټولو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو غږ کړی، چې د روان وضعیت په هکله دې اندېښنه نه کوي او نه دې هم په دې اړه کوم منفي احساس کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې له ځنډه پرته به د نجونو او هلکانو په دواړو څانګو کې تحصیلي چارې لکه د پخوا په څېر پرته له ستونزې جریان لري او مسؤلین یې خبر کړي چې له کوم غفلت او نیمګړتیا څخه دې خپلې ور سپارل شوې دندې ترسره کړي.

طالبانو زیاته کړې، چې په بشپړ مسوولیت سره ډاډ ورکوي، چې سر او مال به یې خوندي ساتي او دا خپله دنده بولي. خو دا یادونه یې هم کړې چې د جګړې په سبب تحصیلي بهیر یو څه وځنډېږي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو د هېواد له ۲۵ ډېر ولایتونه نېولي، د کابل تر دروازو رسېدلي او لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …