کورپاڼه / روغتيا / په یو برابر ناک کې زموږ د اړټیا وړ شل سلنه ورځني فایبر وي

په یو برابر ناک کې زموږ د اړټیا وړ شل سلنه ورځني فایبر وي

مڼې ته د روغتیا خزانه ویل کېږي، خو ناک یوه داسې مېوه ده چې د مهمو غذایي توکو په لرلو له مڼې څخه کمه نه ګڼل کېږي. یعنې ناک د انټي اکسایدو او د ښو فایبرو یوه ښه ذریعه ده. دغه راز غوړ او کلیسترول نه لري او په ورځني ډول یې خوړل د خطرناکو ناروغیو مخه نیسي.

لکه څنګه چې ناک پخپل جوړښت کې لږ غوړ او ډېر فایبر لري، نو په همدې اساس د وینې فشار او کلیسترول برابر ساتي. ناک د ویټامین سي، ویټامین کی او مسو په څېر انټي اکساید لري چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

ناک د ډېرو شوو انسولینو پر وړاندې مزاحمت کوي او بدن ته ددې وړتیا ورکوي چې شکر او انسولین په وینه کې جذب کړي. دغه راز فلیوینول او اینتي سډ هم لري چې درې واړه د شکر له ناروغۍ مخنیوی کوي.

په یو برابر ناک کې زموږ د اړټیا وړ شل سلنه ورځني فایبر وي او موږ ټول په دې پوهېږو چې فایبر د هضم لپاره ډېر ګټور وي او د کولمو د پاکوالي سبب کېږي او د قبض مخنیوی هم کوي.

که غواړئ چې ښه او ښکلی پوستکی ولرئ نو ډېر ناک وخورئ، ځکه چې د ناک په جوړښت کې داسې غذایي توکو شتون لري چې پوستکی له ګونځو خوندي او نرم ساتي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …