کورپاڼه / سياست او روانې چارې / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

وټساپ، د ټولنیزو رسنیو له جملې څخه هغه پلیټ فارم دی، چې له د نړۍ له نیمایي نفوس څخه یې ډېر خلک استعمالوي او لا هم د کاروونکو شمېر ډېرېږي.

څه موده وړاندې د وټساپ کاروونکي په ناڅاپي ډول راښکته شول یا یې د راښکته کېدو وېره وه، چې لوی لامل یې د محرمیت په اړه د وټساپ خپل نوي شرایط ول، خو کله چې نېوکې ډېرې شوې نو وټساپ خپله پرېکړه واخیسته.

د محرمیت پالیسي یوه داسې پالیسي ده، چې په سبب یې کاروونکو ته ډاډ ور کول کېږي، چې هغوی به خوندي وي. نو ځکه خو وټساپ هم په دې اړه خپل نوي اقدامات کوي.

په دې وروستیو کې د وټساپ له لورې یو راپور خپور شوی، چې په پر اساس یې کاروونکې خپل پټ میسجونه پخپله خوښه تر ډېره یاهم د تل لپاره خوندي ساتلی شي.

وټساپ په دې اړه وایي چې د یو کاروونکې له لورې که چېرته د یو ځل لپاره هم کوم چټ خوندي شي، نو تر هغې به خوندي وي چې هغه پخپله نه وي لېرې کړی.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …