کورپاڼه / خبرونه / ښایي انګلستان خپله دویمه لوبډله پاکستان ته واستوي
انګلستان لوبډله

ښایي انګلستان خپله دویمه لوبډله پاکستان ته واستوي

انګلستان خپلو تکړه لوبغاړو د هند په تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې د لوبېدو خوښه او ټاکنه ورکړه، نو ښایي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو ته بیا دویمه لوبډله ولېږي.

ټاکل شوې چې د انګلستان لوبډله به اکتوبر کې پاکستان ته د دوو شل اوریزو لوبو لپاره سفر ولري او دغه لوبې به د اکتوبر په ۱۳ او ۱۴ نېټه ترسره شي، خو ډېر امکان شته چې د انګلستان لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ددې سفر برخه نه وي.

راپورونه وایي چې ښایي انګلستاني لوبغاړي د هند تجارتي لیګ ته ترجیح ورکړي، ځکه چې د انګلستان کرکټ بورډ په رسمي ډول ویلي چې په سپتمبر او اکتوبر میاشت کې د ای پي ایل ترسره کېږي او دوی د لوبغاړو په لوبېدو کومه نېوکه نه لري.

بل لوري ته د هند کرکټ بورډ له وړاندې ویلي چې د انګلستان ټول هغه لوبغاړي چې له دوی سره یې تړون کړی، د ای پي ایل پاتې لوبو کې به ولوبېږي.

د چینای سوپر کینګ لوبډلې مشر کیسي وشواناتن وایي چې دوی د ای پي ایل له ادارې خبر ترلاسه کړی چې د انګلستان لوبغاړی به په لیګ کې ولوبېږي، کرکټ بورډ یې نېوکه نه لري.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …