کورپاڼه / روغتيا / د خېټې دماغ زموږ له تېرو معلوماتو ډېر پېچلي او ځیرک دي

د خېټې دماغ زموږ له تېرو معلوماتو ډېر پېچلي او ځیرک دي

استرالوي پوهان د نوو تخنیکونو په استعمال سره د موږکانو د معدې داخلي برخه څېړلې او موندلې یې ده چې په خېټه کې موجودې عصبي حجرې زموږ له فکر څخه هم ډېرې ځیرکې دي.

راپور وایي لکه څنګه چې عصبي حجرې زموږ په دماغو کې موندل کېږي، همدې ته ورته حجرې زموږ په خېټه کې هم شته دی، چې د هضم اړوند ډېر کارونه ترسره کوي.

دغه حجرې زموږ د معدې د دېوالو له تنګېدو او پراخېدو څخه نېولې تر هضم پورې د بې شمېره کارونه نه یوازې دا چې څارنه کوي، بلکې د اړتیا په صورت کې د معدې او خېټې عضلو ته حکم هم کوي، نو ورته ورته د خېټې دماغ هم ویل کېږي.

دغه څېړنې پر موږکانو ترسره شوي او د موږکانو ډېر ډولونه د انسان په ډول سیستم لري، نو ځکه خو پر انسانانو هم د تطبیق وړ ګڼل کېږي.

دغه حجرې د هاضمې سیستم له نل څخه نېولې تر وروستۍ برخې پورې د حرکت او رطوبت اندازه کنترولوي، نو له دې څخه معلومېږي چې د خېټې دماع زموږ له تېرو معلومات څخه ډېر ځیرک دي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …