کورپاڼه / هنر او کلتور / جوني لیور ۶۴ کلن شو؛ د هغه د نوم په اړه په زړه پوري معلومات

جوني لیور ۶۴ کلن شو؛ د هغه د نوم په اړه په زړه پوري معلومات

د هندي سینما وتلی او مخکښ ستوری جوني لیور، چې تل یې د خپلې اداکارې او خندونکې اندازه مینوال خندولي، تېره ورځ یې خپله ۶۴ کلیزه ولمانځله.

جوني لیور د خپلې کلیزې په مناسبت یو اوږده راپور خپور کړی، چې له مخې یې د خپل نوم په اړه هم غږېدلې او ویلي دي چې خپل نوم یې بل دی.

نوموړی، چې په ډېرو فلمونو کې کار کړی او د هند یو مخکښ کومیډن ګڼل کېږي، د خپل نوم په اړه وایي چې اصلي نوم یې (جان راو) دی.

هغه د فلمي کیریر څخه وړاندې د اتلس کلنۍ په عمر کې په یو شرکت کې کار کاوه او په مورزادي ډول د بې شمېره وړتیاوو لرونکی و او دا وړتیا یې هم لرله چې د مشهور شخصیتونه تقلید یا پېښې وکړي.

هغه چې په کوم شرکت کې کار کاوه، هغه د توني لیور په نوم یادېده، چې بیا په همدې سبب ورته خلکو جوني لیور نوم اخیسته او همدا نوم یې شو.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …