کورپاڼه / جالب / هغه کسان چې د سترګو غاټکي یې غټ وي، هغوی ځیرک وي

هغه کسان چې د سترګو غاټکي یې غټ وي، هغوی ځیرک وي

د یوې نوې څېړنې له مخې موندل شوې چې د سترګو د غاټکي او ځیرکتیا ترمنځ اړیکه موجوده ده. غاټکی د سترګو ترمنځ تورې ګردې داېرې ته وایي او د همدې له مخې بېلابېل دماغي معاینات ترسره کېږي.

په دې ډول ویل کېږي چې سترګې نه یوازې د زړه او دماغو احوال بیانوي بلکې دماغي وړتیا هم ثابتوي. که چېرته غاټکی د رڼا د کمښت یا ډېرښت په سبب تنګېږي یا پراخه کېږي نو د وېرې، حیرانتیا او دماغي ستړیا څرګندونه کوي.

هغه کسان چې د سترګو غاټکي یې غټ وي، په هماغه اندازه ځیرک هم وي. په عام ډول د سترګو غاټکی له دوو تر اتو ملي میترو پورې وي او شاوخوا یې رنګینه غوندې حلقه وي.

خو باید په یاد ولرو چې د عمر په تېرېدو سره د سترګو غاټکي هم کوچني کېږي. نو څېړنې، چې درې معاینات یې ترسره کړل، ثابته کړه، هغه کسان چې د سترګو غاټکي یې غټ وي، هغوی د نورو په پرتله ځیرک وي.

که څه هم د سترګو غاټکی او ځیرکتیا ترمنځ د اړیکې په اړه ساینسي څېړنو ته اړتیا ده، خو د دماغو او غاټکو ترمنځ ځانګړې اړیکه شته دی او همدا لامل دی چې د دماغي فعالیتونو څرګندونه کوي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …