کورپاڼه / جالب / په زړه پورې: آیا تاسې غواړئ چې د وینې جوس وڅښئ؟

په زړه پورې: آیا تاسې غواړئ چې د وینې جوس وڅښئ؟

تر اوسه به مو داسې جوسونه لېدلې وي، بېلابېل ځانګړي توکي پکې استعمال شوي او ترڅنګ به د ډېرو ځانګړو شیانو خوند هم څکلی وي، خو که چېرته کوم څوک درته مخې ته د وینې جوس کېږدي، غبرګون به مو څه وي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د یو داسې جوسو په اړه بحثونه کېږي، چې د وینې په ډول دی، خو د انسان یا حیوان له وینې نه دی تیار شوی، بلکې د سبزیجاتو او مېوو څخه جوړ دی.

دغه جوس د هند په فرید آباد کې، په یو کوڅه، چې د یو ګاډۍ چلونکې لخوا جوړ شوی، پلورل کېږي او ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

دغه ویډیو چې، چې له مخې یې یو شخص جوس جوړي او په ټولنیزه رسنۍ یوټیوب پورته شوې له شل میلونو څخه ډېر ځلې کتل شوې ده.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې جوس جوړونکی له پالکو، کریلې، املې، کورکمن، ګازرې، چغندر، نارنج، تورې مالګې او له لېمو څخه ګټه پورته کوي او د یو غټ ګیلاس بیه یې ۵۰ او د وړوکي ګیلاس ۲۰ افغانۍ ده.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …