کورپاڼه / جالب / د انګلستان او هند ترمنځ په دویمه لوبه کې په زړه پورې پېښه واقع شوې

د انګلستان او هند ترمنځ په دویمه لوبه کې په زړه پورې پېښه واقع شوې

د انګلستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ د لوبې پرمهال، چې اوسمهال یې د ټیسټ لوبو لړۍ روانه ده، یو مینوال د هند لوبډلې شرټ اغوستی، لوبغالي ته داخل شو او ځان یې د هند لوبغاړی ښکاره کاوه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې اوسمهال د هند او انګلستان ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه، په لارډز لوبغالي کې روانه ده، دغه پېښه رامنځته شوې ده.

راپورونه زیاتوي چې د کرکټ دغه مینوال د ډوډۍ له وقفې وروسته د هندي لوبډلې لباس اغوستی، لوبغالي ته داخل شو او هڅه یې کوله چې له لوبډلې سره د توپ نېونې هڅه وکړه.

کله چې امنیتي کسانو د هغه شخص څنګ ته ورغلل، نو هغه ځان د هندي لوبغاړو په ډول ځان وښوده او له هغوی سره یې له ضد څخه کار اخیستو ترڅو لوبه وکړي.

بل لوري ته امنیتي کسانو هغه شخص نېولی او له لوبغالي څخه یې بهر ایستلی دی او د هند لوبغاړي هم د هغه په دې کړنه حیران ول او خندل یې.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …