کورپاڼه / جالب / په هند کې یوې میرمنې د خپل خاوند مجسمه جوړه کړې او عبادت یې کوي

په هند کې یوې میرمنې د خپل خاوند مجسمه جوړه کړې او عبادت یې کوي

په هند کې یوې میرمنې د خپل خاوند، چې د سرک پر سر د یوې ترافیکې په سبب مړ شوی دی، مجسمه جوړه کړې او عبادت یې ورته پیل کړی.

هندي رسنۍ وایي چې د اندرا پردیش ایالت اوسیدونکې پدماوتي د خپل خاوند په نوم یو کوچنی مندر جوړ کړی او په هغې کې یې د خپل خاوند مجسمه ایښې او هره ورځ یې عبادت کوي.

پدماوتي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې خاوند یې په ۲۰۱۷ کال د یوې ترافیکي پېښې په سبب مړ شو او ادعا یې وکړه چې خاوند یې ورته په خوب کې ورغلی او ورته یې ویلي چې مجسمه یې جوړه او عبادت یې وکړي.

هغه زیاتوي چې د شنبې او یکشنبې په ورځ د عبادت ځانګړي ترتیبات نیسي، په دې ورځو کې په وړیا ډول خواړه هم وېشي. د کلي خلک هم د مجسمې عبادت کوي او په دې باور دي چې ستونزې یې حلوي.

د پدماوتي د عبادت ویډیو هم پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي او خلک ورته له ډېرۍ حیرانۍ ګوته په غاښ دي او هغه یې لېونۍ ګڼلې ده.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …