کورپاڼه / خبرونه / ویسټ انډیز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه
ویسټ انډیز

ویسټ انډیز په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه چې د اګست په ۱۲مه نېټه پیل شوې وه، پرون پای ته ورسېده او ویسټ انډیز پکې د ۱ ویکټ په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې ویسټ انډیز د پچې له ګټلو وروسته پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې. د دوی له ډلې فواد عالم ۵۶ او فهیم اشرف ۴۴ منډې ترلاسه کړې. د ویسټ انډیز له خوا جایډن سیلس او جیسن هولډر ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې کریګ بریتویټ ۹۷ او جیسن هولډر ۵۸ منډې وکړې. د پاکستان له خوا شاهین شاه اپریدي ۴ او محمدم عباس ۳ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې بابر اعظم ۵۵ او عابد علي ۳۴ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا جایډن سیلس ۵ او کیمار روچ ۳ لوبغاړي وسوځول. پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

د ۱۶۸ منډو هدف د ویسټ انډیز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۱ ویکټ په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا جرمین بلیک ووډ ۵۵ او کیمار روچ ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پاکستان له خوا شاهین شاه اپریدي ۴ او حسن علي ۳ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جایډن سیلس ته ورکړل شوه.

د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ به دویمه ټېسټ لوبه د اګست په ۲۰مه نېټه پیل شي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …