کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سهیل شاهین: د همه شموله اسلامي حکومت د جوړولو په اړه مذاکرات پيلوو
سهېل شاهين

سهیل شاهین: د همه شموله اسلامي حکومت د جوړولو په اړه مذاکرات پيلوو

طالبان د کابل په ګډون د ټول افغانستان له نیولو وروسته وايي، چې په افغانستان کې د همه شموله اسلامي حکومت د جوړول لپاره مذاکرات پیلوي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دمګړی یې ټول تمرکز پر دې دی چې په کابل ښار کې د خلکو، عزت، ناموس او شتمني وساتي او ژر تر ژره ټول وضعیت کنټرول کړي.

هغه زیاتوي، چې دوی په افغانستان کې د واک د انحصار په فکر کې نه دي او د یوه همه شموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته ادامه ورکوي.

سهیل شاهین وویل، چې دوی په کابل ښار کې د ټول وضعیت کنټرول ته پام اړولی دی او اجازه به ور نه کړي چې دلته د خلکو سر او مال ته خطرونه متوجه شي.

په ورته وخت کې بیا د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په یوه مرکه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې ده او د خلکو ژوند ته هېڅ راز خطر متوجه نه دی.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …