کورپاڼه / جالب / هغه ټشو پیپر، چې میسي پرې خپلې اوښکې پاکې کړې وې، د لیلام لپار وړاندې شو

هغه ټشو پیپر، چې میسي پرې خپلې اوښکې پاکې کړې وې، د لیلام لپار وړاندې شو

لیونل میسي، چې له بارسلونا فټبال کلب څخه یې د مخې ښې په کنفرانس کې خپلې اوښکې په کوم ټشو پیپر پاکې کړې، هغه یې په یو میلون ډالر سره لیلام کولو ته تیار دی.

د ارجنټاین د فوټبال ستوری لیونل میسي، څو ورځې وړاندې په یو خبري کنفرانس کې د هسپانیې د مشهور فوټیال کلب، بارسلونا څخه د مخه ښې اعلان وکړ.

لیونل میسي، له بارسلونا سره یوویشت کال ګډ سفر وکړ او کله چې یې له یاد کلب سره مخه ښه کوله، نو په ژړا شو او کله چې د هغې میرمنې د هغه په سترګو کې اوښکې ولېدلې نو ټشو پیپر یې ورکړ.

میسي بیا هغه ټشو پیپر راوخیست او خپلې اوښکې یې پرې پاکې کړې او ویې غورځوو، چې بیا هلته په تالار کې یو شخص راوخیست او پر انټرنیټ یې په انلاین بڼه په یو میلون د لیلام کولو اعلان وکړ.

یاد شخص ادعا کوي چې پر ټشو پیپر د لیونل میسي خالص جینیاتي مواد موجود دي او هغه څوک چې غواړي د هغه غوندې فوټبالر شي نو مرسته ورسره کوي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …