کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / جیف ټامسن ۷۱ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

جیف ټامسن ۷۱ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

استرالیایي لوبغاړی جیف ټامسن، چې بشپړ نوم یې جیفري رابرټ ټامسن دی، د ۱۹۵۰ کال د اګست په ۱۶ نېټه زېږېدلی، په ښی لاس چټک توپ اچونه کوي.

هغه له ۱۹۷۲ کال څخه تر ۱۹۸۵ پورې د استرالیا لپاره ولوبېده، لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د ۱۹۷۲ کال په دسمبر کې د پاکستان پر وړاندې او وروستۍ یې د ۱۹۸۵ کال په اګست کې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړه.

دغه راز لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې د ۱۹۷۵ کال په جنورۍ کې د انګلستان او وروستۍ یې هم د ۱۹۸۵ کال په جون کې هم د یادې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

ټامسن په ۵۱ ټیسټ لوبو کې ۶۷۹ منډې کړي، چې غوره یې ۴۹ دي او په توپ اچونه کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره توپ اچونه یې د ۴۶ منډو په ورکړه د شپږو ویکټو ترلاسه کول دي.

دغه راز ۵۰ یوه ورځنۍ لوبو کې یې ۱۸۱ منډې کړي، چې غوره یې ۲۱ منډې دي او په دې لوبو کې یې ۵۵ ویکټې ترلاسه کړي، چې ښه توپ اچونه یې د ۶۷ منډو په ورکړه د څلور لوبغاړو سوځول دي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …