کورپاڼه / خبرونه / د ملکي او هوایي چلند اداره: حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې وځنډول شوې

د ملکي او هوایي چلند اداره: حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې وځنډول شوې

د افغانستان ملکي او هوایي چلند اداره وایي، چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې د هیوادوالو د ګډوډۍ له امله وځنډول شوې.

یادې ادارې پر خپله فیسبوکپاڼه خبر خپور کړی او خبرداری یې ورکړی چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه ټولې ملکي الوتنې د هیوادوالو د ګډوډۍ له امله ځنډولي دي.

په خبر کې راغلي دي، هغه مسافر چې له دې هوایي ډګر څخه د تګ اراده لري، خبر ورکول کېږي، تر هغې چې الوتنې بیا پیلېږي په اړه دې د هوایي شرکتونو سره په اړیکه کې شي.

دغه راز لارښوونه یې کړې چې پرته له ټیکټه دې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نه داخلېږي او د ټیکټ درلودلو په صورت کې دې مراجعه وکړي.

ملکي او هوایي ادارې زیاته کړې چې د ټکټ په نه شتون کې دې ګډوډۍ نه رامنځته کوي، ترڅو بیت المال له چور او چپاول څخه وساتل شي او هغوی هغه هیوادوالو ته د الوتنې زمینه برابره کړي چې په قانوني ډول د تګ اراده لري.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …