کورپاڼه / خبرونه / اسټرالوي لوبغاړو ته ای پي ایل کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوه

اسټرالوي لوبغاړو ته ای پي ایل کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوه

هند غوره ليګ کې د لوبېدو په موخه اسټرالوي لوبغاړو ته اجازه ورکړل شوه، چې خپلو لوبډلو سره د پاتو سياليو لپاره يو ځای شي.

د کال ۲۰۲۱ هند غوره ليګ سياليو کې د مختلفو اته لوبډلو سره ټولټال شل لوبغاړي ولوبېده، چې د ليګ له ځنډ څخه وروسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوه.

په دغه ليګ کې ګلين مکسويل، ډين کریسچن، کين ريچارډسن، جوش پيليپ، ادم ذمپا، ډينيل سامز له رويال چيلينجرز لوبډلې سره دي.

موسيس هينريکس، ريلي ميريديت، جی ريچرډسن، له پنجاب، ميچل مارش او ډيويډ وارنر له حیدر آباد، جاسون بيهندروف او جوش هزليووډ له چینای، کولټر نايل او کريس لين له ممبۍ، پټ کومنیز او بين کټينګ کلکتې، سټيو سميت او مارکوس سټوينيس له حيدراباد، انډريو پای له راجستان سره په لوبډله کې دي.

هند غوره ليګ پاتې لوبې د اسټراليا کورني کرکټ ټورنمينټ سره په يو وخت پيليږي، چې اسټراليا خپل ټولو لوبغاړو ته د کورني کرکټ په ځای په ای پي ایل کې د لوبېدو اجازه ورکړه.

ای پي ایل ليګ، چې د اپريل مياشت په نهمه نېټه په هند کې پيل شو، له نهه ويشت لوبو وروسته د کرونا وبا له امله وځنډېد او اوس د سپټمبر په نولسمه نېټه عربي اماراتو کې پيليږي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …