کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان کرکټ بورډ کې په ميليونونه روپۍ فساد شوی
پاکستان کرکټ بورډ

د پاکستان کرکټ بورډ کې په ميليونونه روپۍ فساد شوی

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ بورډ په ميليونونه روپۍ فساد کړی دی، چې د نورو لوبو تر څنګ ويل کېږي د پاکستان په سوپر ليګ کې هم پراخ فساد شوی دی.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، په پاکستان کرکټ بورډ کې په ميليونونه روپۍ فساد شوی دی، چې د فساد د اسنادو راوتلو وروسته د دغه هېواد فدرالي څېړنيزې ادارې يې پلټنې پيل کړي دي، خو د پاکستان کرکټ بورډ دغه ادارې ته اسناد نه ورکوي.

دوی وايي، چې د پاکستان د حکومتي ګوند يوه غړي جاوېد بدر د پاکستان له فدرالي څېړنيزې ادارې (ايف ای اې) نه خواست کړی دی چې د پاکستان کرکټ بورډ کې د فساد څېړنه دې وکړي، خو د پاکستان کرکټ بورډ بيا خپل مالي ريکارډ اېف ای اې ته نه ورکوي، چې ويل کېږي اوس په دریم ځل د دغه ادارې مشر د پاکستان کرکټ بورډ ته خط لېږلی او د ټولو بانکونو حسابونه، د پاکستان سوپر ليګ ټول اسناد، د رسنيو د حقوقو معاهدې او په کرکټ نړيواله شورا کې د هند نه د قضيې د بايللو ټول اسناد يې ترې غوښتي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ له اېف ای اې سره هېڅ مرسته نه کوي او د پاکستان کرکټ بورډ د اجراييوي مشر سبحان احمد د ليرې کېدو لامل هم فساد دی. دوی وايي چې پر سبحان احمد تر دې مخکې هم د فساد ډېر تورونه لګېدلي و او اېف ای اې چې هر ځل په دغه لړ کې غوښتی و، هغه له ورتګ انکار کړی و.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ لومړی اېف ای اې ته ويلي و، چې د سريلانکا لوبډله پاکستان ته راځي او که په اوس وخت کې دغه کيسې بهر ته راوځي، نو دا به د پاکستان پر کرکټ بد اغېز وکړي، خو د اېف ای اې مشر وايي، چې د سريلانکا لوبډله پاکستان ته راغله، لوبې يې هم وکړې او بېرته هم لاړه، خو د پاکستان کرکټ بورډ له دوی سره په دغه برخه کې هېڅ مرسته نه کوي او دوی نه پرېږدي چې د فساد څېړنه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …