کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / دغه ښکلی بوټ غوښه خوړونکی دی

دغه ښکلی بوټ غوښه خوړونکی دی

کاناډایي ساینسپوهانو په شمالي امریکا د یو ښکلي بوټي په اړه موندنې کړي او ویلي یې دي، چې دغه بوټی غوښه خوړونکی هم دی، چې حشرات خوري او خپله غذا لاسته راوړي.

ددې بوټي علمي نوم ټرای اینتا اکسي ډینټالس دی. دغه ګل په سپین او تېز ژېړ رنګ سره موندل کېږي چې ډېر ښکلی ښکاري. دا بوټی په لومړي ځل په ۱۸۷۹ کې موندل شوی، خو تر اوسه پورې یوه ښکلی خو عام بوټی ګڼل کېده.

د کولمبیا پوهنتون استاد شون ګراهام او د هغه ملګرو د تېر یو کال راهیسې په دې بوټي کې غوښه خوړونکې ځانګړتیاوې وموندلې او دا له شلو کلونو وروسته لومړنۍ غوښه خوړونکی بوټی ګڼل کېږي.

راپور وایي چې تر اوسه پورې د غوښه خوړونکو بوټو شمېر تر ۶۳۰ ډولونو پورې رسېږي او په ګرمو، نمجنو او ګڼو ځنګلونو کې موندل کېږي.

ددې بوټي پر ښاخ یا تنې چې کله هم کومه کوچنۍ حشره کېني، نو همالته نښتې پاتې کېږي او بوټی یې د خپل هاضمې سیستم په مرسته خپل ځانته جذبوي.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …