کورپاڼه / روغتيا / آیا د پښو او پونډیو درد لرئ؟ په دې ډول یې آرام کړئ

آیا د پښو او پونډیو درد لرئ؟ په دې ډول یې آرام کړئ

د پښو او پونډیو درد یو داسې درد دی چې د هر عمر خلک ورسره مخ کېدلی شي، چې په لومړیو کې لږ خو په وروستیو کې شدت پیدا کوي او ترڅنګ ممکن په یوه یا دواړو پښو کې رامنځته شي.

ځینې وختونه پښې نارامه غوندې وي او کله شدید درد کوي او تګ یا ګرځېدل او خوب کول ستونزمنوي. خو که چېرته له کورنیو نسخو څخه کار واخیستل شي نو دغه درد آرامولی شي او که چېرته دوام ومومي نو اړینه چې ډاکتر ته وښودل شي.

کله چې په بدن کې د اوبو کمښت واقع شي نو په دې صورت کې پښې شخېږي، نو اړینه ده چې د ورځې پرمهال په بشپړ اندازه اوبه وڅښو، که چېرته له وړاندې دغه ستونزې لرئ نو د اوبو څښل ورته ګټور تمامېږي.

دغه راز کلسیم، پوتاشیم، میکنیزیم او سودیم هم د عضلو د شخوالي سبب کېږي نو اړینه ده چې توازن یې برابر وساتو او ترڅنګ یې د مڼې سرکه چې یاد منرالونه لري، باید استعمال کړو.

کله چې عضلې شخېږي نو عموماً د وینې جریان کمېږي او ترڅنګ یې اکسیجن او نور توکي کمښت مومي، نو که چېرته اغېزمن ځای مالش شي نو ستونزه حل موندلی شي او هڅه وکړئ چې ټوله ورځ له ناستې ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …