کورپاڼه / خبرونه / د ای پي ایل په سبب د افغانستان یوه لوبلړۍ هم وځنډول شوه

د ای پي ایل په سبب د افغانستان یوه لوبلړۍ هم وځنډول شوه

د ای پي ایل په سبب د افغانستان او استرالیا ترمنځ د یوه ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم وځنډول شوه او د استرالیا کرکټ لوبغاړی به د یاد تجارتي لیګ برخه وګرځي او خپل کورنی کرکټ به هم ورته پرېږدي.

راپورونه وایي چې د هند کرکټ بورډ د نړۍ د غوره لوبغاړی ترمخ وروستی خنډ هم له منځه یوړ او د افغانستان او استرالیا ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ یې وځنډوله.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبلړۍ به د شل اوریزو نړیوال څخه وړاندې ترسره شي او ترڅنګ یې د افغانستان، ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ د شل اوریزو درې اړخېزه لوبلړۍ هم ترسره کېدله، خو هغه لغوه اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ وایي چې د نړیوال جام متحده اماراتو ته په انتقالولو او د سفري او لوجستکي ستونزو په سبب یې دغه لوبلړۍ ځنډېدلې ده.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل پاتې ۳۶ لوبې به د د سپتمبر له ۱۹ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵ په عربي اماراتو کې ترسره شي چې ټول استرالیایي لوبغاړي به یې برخه وې.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …