کورپاڼه / روغتيا / که د ساه او سږو له ناروغیو خوندیتوب غواړئ، نو له جامو وینځلو وروسته دا کار مه کوئ

که د ساه او سږو له ناروغیو خوندیتوب غواړئ، نو له جامو وینځلو وروسته دا کار مه کوئ

که چېرته غواړئ چې د ساه او سږو له اړوندو ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ، نو هڅه وکړئ چې په کور کې له جامو وینځلو وروسته دغه کار مه کوئ.

ډېری وختونه داسې کېږي چې ښځې یا میرمنې د جامو له وینځلو وروسته، بیا هغه په کوټو کې دننه یا انګړ کې وچوي، نو په دې نه پوهېږي چې د هغوی دغه کار څومره خطرناک دی او په همدې سبب یې سږو ته زیان رسېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې زموږ له جامو څخه وتونکې نمۍ په سبب بخار زموږ سږو ته زیان رسوي او د جامو په سبب یې د نمۍ تناسب دیرش سلنه ډېرېږي.

روغتیایي کارپوهان دغه نمي د ساه لپاره ښه نه ګڼي او وایي چې دا مو د ساه په ناروغۍ اخته کوي او په څومره اندازه چې نمي ډېره وي، په هماغه اندازه د ناروغۍ لامل کېږي.

دوی زیاتوي چې په ځینو جامو کې له دوو لیترو څخه هم ډېرې اوبه شتون لري، چې په همدې سبب د کوټې یا انګړ نمي هم په تېزۍ سره زیاتېږي.

د ځینو کسانو لپاره شاید دغه کومه لویه ستونزه ونه اوسي خو هغه کسان چې د ساه لنډۍ یا سرطان ناروغي لري، هغوی له سختو ستونزو سره مخ کولی شي او دا غوره چې له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …