کورپاڼه / بېلا بېل / آیا د بوټو یا نباتاتو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د بوټو یا نباتاتو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

که چېرته بوټی، ګیاوې او چمنونه نه وای، نو ښایي چې د ښکلو مرغیو آوازونه مو نه وای اورېدلي. که څه هم دغه بوټي زموږ لپاره تازه اکسیجن نه برابروي خو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې مو پوره کولی شي.

رښتیا خو دادي که چېرته پر ځمکه بوټي یعنې نباتات نه وای، نو پر ځمکه به ژوند کول او ساه اخیستل ستونزمن ول. دلته به ددې پوښتنې ځواب ووایو چې ولې ځینې بوټي زموږ لپاره ګټور وي.

که چېرته ځینې بوټي په کور کې کېږدو نو ډېرې زیاتې ګټې به ولري او زموږ پر روغتیا او دماغ مو به اغېز پرېباسي. دغه راز ځینې ګلان او بوټي د ښه بخت نښه هم ګڼل کېږي.

د ونو او بوټو یوه ګټه داده چې له هوا څخه زهرجن توکي او مادې ځانته جذبوي او د چاپیریال هوا پاکوي. دغه راز د کور او چاپیریال ښکلا ډېروي او د ذهني فشار په کمولو کې ګټور تمامېږي.

لکه څنګه چې بوټي د هوا په پاکولو کې خپل مهم او اړین رول لوبوې، نو په همدې ترتیب د سږو د سرطان مخنیوی هم کوي او ترڅنګ یې د زړه او ګردو د ناروغیو لپاره هم اغېزمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …