کورپاڼه / بېلا بېل / د ورېژو له پخولو وړاندې دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

د ورېژو له پخولو وړاندې دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

ورېژې یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه دي، چې هر څوک یې خوښوې، یعنې هغه که د بریاني په ډول وي، پلاو وي یا ساده ورېژې وي وي، خلک یې په ډېر شوق سره خوري.

خو پوښتنه ده، ولې ورېژې له پخولو وړاندې ووینځل شي؟ راځئ چې نن په دې اړه هغه څه ولولئ چې باید هره میرمن او ښځه پرې پوهه شي.

کله چې ورېژې کرل کېږي نو د کښت پرمهال ډېرو زیاتو اوبو ته اوبو ته اړتیا لري او په پخلي کې هم ډېرو اوبو ته ضرورت لري، دا ځکه چې په ورېژو کې ارسینک په نوم کینیاوي مواد، چې په خاوره او اوبو کې ډېر موندل کېږي، شته دی.

یعنې اویا سلنه ارسینک لري او له پخولو وړاندې باید ځکه لمدې شي چې د ارسینک شتون ورېژې سختوي او دغه مرکبونه د سرطان سبب کېږي او تر ډېره مو په ناروغیو اخته کوي.

کله چې ورېژې ایشوئ نو له هر څه وړاندې کله چې په ایشېدو راشي نو اوبه یې ترې تویې کړئ او د دویم ځل لپاره اوبه ور واچوئ، ځکه که چېرته له ورېژو میکروبونه لېرې نه شي نو ښایي ډېرې ستونزې راولاړې کړي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …