کورپاڼه / روغتيا / د وینې لوړ فشار، ژر تشخیص او درملنه یې

د وینې لوړ فشار، ژر تشخیص او درملنه یې

تر هغې څخه چې روغتیایي ستونزې نه وي پیدا شوي، ښایي د وینې لوړ فشار ناروغي له پامه وغورځوو.

له بده بخته چې ډېر شمېر خلک د وینې لوړ فشار اغېزې نه درک کوي او تر هغې یې نه حس کوي ترڅو چې د زړه له ناروغیو سره نه وي مخ شوي یا ګردې یې نه وي اغېزمنې شوي یاهم د فلج په ناروغۍ نه وي اخته شوي.

د وینې د لوړ فشار رسمي معیار په دې وروستیو کې بدلون موندلی دی، چې اندازه یې تر 130/80 mmHg پورې کمه شوې او اوسمهال په امریکا کې له سل میلونو ډېر خلک د لوړ فشار سره مخ دي.

خو اوس باید له ډېر د شکر ناروغان وهڅول شي چې د خپلې روغتیا اړوند اصول عملي کړي او د خطرونو د کمښت لپاره دې خپل ځان متحرک وساتي او فعالیتونه دې ترسره کړي.

او ترټولو غوره او ښه خبره داده که چېرته تاسې له هغه اشخاصو څخه یئ، چې دغه خطرناکه ناروغي مو په لومړیو کې تشخیص شوي وي نو کولی شئ چې خپل فشار مو برابر کړئ او له خطرونو یې ځان وساتئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …