کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي بل نړيوال ريکارډ جوړ کړ
ويراټ کوهلي، ريکي پونټينګ او سچن ټنډولکر

ويراټ کوهلي بل نړيوال ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ نومبر ۲۰۱۹): د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي يو بل نړيوال ريکارډ هم په خپل نوم کړ.

نوموړي د بنګله دېش سره په دويمه ټېسټ سيالۍ کې يوه بله سليزه هم ووهله او په دې سره يې په نړيوال کرکټ کې د سليزو شمېر ۷۰ ته ورسېد، چې دريم توپوهونکی دی چې ۷۰ سليزې يې وهلي دي.

نړيوال کرکټ کې تر ټولو زياتې سليزې د هند پخواني مخکښ توپوهونکي سچن ټنډولکر وهلي دي، هغه د سليزو سليزه وهلې ده چې د دغه ريکارډ ماتول هر چاته يوازې خوب ښکاري، خو اوس هيلې ښودل کېږي، چې ښايي ويراټ کوهلي د سچن ټنډولکر دغه ريکارډ مات کړي.

ويراټ، پونټينګ او ټنډولکر

سچن ټنډولکر د اسټراليا پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ريکي پونټينګ نه يوازې ۱ سليزه وروسته پاتې دی چې ډېر ژر به د هغه ريکارډ هم مات او تر سچن ټنډولکر وروسته به دويم نړيوال توپوهونکی شي چې ډېرې سليزې ووهلي. ريکي پونټينګ په نړيوال کرکټ کې ۷۱ سليزې وهلې وې.

همدا راز که د لوبډلې د لوبډلمشر په حېث د زياتو سليزو خبره وشي، نو په دې لړ کې بيا ويراټ کوهلي د ريکي پونټينګ سره په دغه ريکارډ کې ځان مساوي کړ. ريکي پونټينګ د لوبډلمشر په حېث ۴۱ سليزې وهلي او د ويراټ کوهلي د سليزو شمېر هم ۴۱ ته ورسېد، همدا راز د سویلي افريقا لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګریمي سميت بيا د لوبډلمشر په حېث ۳۳ سليزې وهلي دي، خو د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشر په حېث بيا ويراټ کوهلي د ريکي پونټينګ ريکارډ هم مات کړ.

ويراټ کوهلي، ريکي پونټينګ او ګريمي سميت

ريکي پونټينګ د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشر په حېث ۱۹ سليزې وهلې وې چې ويراټ کوهلي ۲۰ سليزې ووهلې او دغه ريکارډ يې مات کړ. همدا راز ګريمي سميت بيا د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشر په حېث تر ټولو زياتې ۲۵ سليزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …