کورپاڼه / جالب / د قطر حماد نړیوال ډګر د نړۍ ترټولو غوره هوایي ډګر ګڼل شوی

د قطر حماد نړیوال ډګر د نړۍ ترټولو غوره هوایي ډګر ګڼل شوی

په عموم کې لارښوونه کېږي چې له خپلې الوتنې یو یا دوه ساعته وړاندې هوایي ډګر ته ځان ورسوئ، خو د قطر حماد نړیوال هوایي ته شاید ډېر وړاندې تلل وغواړئ.

که څه هم ښایي تاسې د حماد نړیوال هوایي ډګر ته ډېر وړاندې تلل وغواړئ، لامل یې دا نه دی چې دغه هوایي ډګر ډېر مصروف دی یا په تلاشۍ کې ډېر وخت لګېږي.

نه داسې نه ده بلکې په دې سبب غواړئ چې ژر دې هوایي ډګر ته ځان ورسوئ او ووینئ چې د نړۍ دغه ترټولو غوره نړیوال هوایي ډګر څه ډول او د کومو اسانتیاوو لرونکې دی.

د هوایي ډګرونو د ډلبندۍ نړیواله اداره، چې د نړۍ هوایۍ ډګرونه ډلبندي کوي، وایي چې د قطر حماد نړیوال هوایي ډګر ډول د نړۍ ترټولو غوره هوایي ډګر دی. دغه هوایي ډګر په کلني ډول له دیرش میلونو ډېر مسافر کنترولوي.

ددې هوایي ډګر د ښکلا او پاکوالي په اړه ویل کېږي، که له کورونا وړاندې په دې ډګر د پاکوالي لپاره ډېر کارکوونکې موجود ول، د کورونا پرمهال هم ول، شور پکې نشته او پنځه وخته اذانونه پکې کېږي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …