کورپاڼه / اسلام / په نبوي طب کې سینا څه ګټې لري؟

په نبوي طب کې سینا څه ګټې لري؟

په ترمذي او ابن ماجه کې له اسماء بنت عمیس رضي الله عنه څخه روایت دی: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اسماء رضي الله عنه څخه وپوښتل، چې د قبض په صورت کې له څه شي ګټه اخلئ؟

هغې ورته د یو بوټي (شبرم) نوم واخیست خو رسول الله ورته وویل چې دا ګرم او زیانمن وي، اسماء رضي الله عنه فرمایي چې له دې وروسته د سینا په نوم بوټی استعمالوم، رسول الله فرمایي که چېرته کوم څه کوم له مرګ څخه ژغوري نو هغه به سینا وي.

په سنن ابن ماجه کې په یو بل حدیث شریف کې ابراهیم بن عبله له عبدالله بن ام حرام رضي الله عنه څخه روایت کوي:

عبدالله بن ام حرام رضي الله، چا چې د قبلې د بدلون په لمونځ کې هم ګډون وکړ، وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، بس زڼکۍ او د سینا بوټی استعمال کړئ، دا د هرې ناروغۍ لپاره د سام سره شفاء ده، پوښتنه وشوه چې سام څه شی دی؟ هغه وویل مرګ.

سینا یو ډول نبات دی چې ترټولو غوره یې مکي سینا ده، چې غوره درملنه کوي او منفي اغېزې یې کمې دي، ګرم او سپور خاصیت لري او د پوستکي د خارښت لپاره هم ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه میرمنې چې دا ډول نښې، نښانې لري، هغه بابرکت وي او کور ته مینه او محبت راولي

حضرت عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: په کومو ښځو …