کورپاڼه / روغتيا / یو څو هغه ګټورې لارښوونې په مرسته یې له ځوانکو ځان ساتلی شو

یو څو هغه ګټورې لارښوونې په مرسته یې له ځوانکو ځان ساتلی شو

د پوستکي د ناروغیو متخصصین وایي، هغه کسان چې د غوړ پوستکي لرونکې وي، هغوی دې د نورو په پرتله ډېر د ځان پاکوالي ته پاملرنه وکړي.

دوی زیاتوي ددې لپاره چې د موسمي ناروغیو او حساسیتونو څخه خوندي پاتې شو، نو د ځوانکو او دانو څخه د ژغورنې لپاره اړینه ده چې ځانګړي اقدامات ترسره کړو، که داسې ونه کړو نو د پوستکي ناروغۍ به مو اغېزمن کړي.

متخصصین وایي چې د نمۍ په سبب ځوانکې رامنځته کېږي او پر ټول پوستکي خپرېږي، چې د موسمي بدلونونو په سبب رامنځته کېږي، چې درولی یې نه شو خو منفي اغېزې یې کمولی شو.

ددې لپاره باید په ورځ کې لږ تر لږه تر دریو ځلو پورې خپل مخ ووینځو او د مخ وینځلو غوره وخت د شپې او سهار وخت دی او هغه کسان چې پوستکی یې کله غوړ او کله سپور وي نو په ورځ کې دې دوه ځلې مخ پر فیس واش ووینځي.

هغه کسان چې د غوړ پوستکي لرونکې وي په ورځ کې دې له دوو تر دریو ځلو پورې د سیلیسایلیک اسید فیس واش استعمال کړي او په یخ دې خپل مخ مساج کړي او په دې موسم کې خو دې بالکل دا کار نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …