کورپاڼه / روغتيا / په منځني عمر کې ولې د خېټې له غټوالي سره مخ کېږو؟

په منځني عمر کې ولې د خېټې له غټوالي سره مخ کېږو؟

د خېټې غټېدل یا خېټه راوتل یوه داسې ستونزه ده چې ژوند مو په خطر کې اچوي. د خېټې پر شاوخوا راټول شوې وازده پر روغتیا اغېزې پرېباسي.

غټه خېټه د هیچا هم نه خوښېږي او هغه څوک چې دغه ستونزه لري، شخصیت یې هم اغېزمن کېږي او هغه ښځې او نارینه چې خېټه یې غټه او بهر راوتلي وي، ورته په اندیښنه کې وي.

دا چې په منځني عمر کې ولې خېټه غټېږي، ساینسپوهانو یې علت موندلی دی. د ډیوک پوهنتون د څېړنې پر اساس ویل کېږي چې په منځني عمر کې د خېټې غټېدو لاملونه ورزش او خواړه دی.

په دې څېړنه کې چې د بدن غټوالی او وزن تر نظر لاندې نېول شوی، موندل شوې چې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم په هماغه اندازه انرژي استعمالوي، په کومه اندازه یې چې یو بالغ شخص استعمالوي او د یو نوي زېږیدلي ماشوم حجرې دننه داسې وي چې ډېر یې متحرک ساتي.

څېړونکې وایي چې د میتابولیزم په اړه له دې څېړنې څخه معلومېږي چې ټول ژوند زموږ د حجرو په فعالیتونو کې بدلون واقع کېږي، خو دا په هغه ډول نه وي چې موږ یې په اړه فکر کوو.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …