کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ پروفایل عکس باندې په کلیک کولو سره یې سټیټس هم لېدلی شئ

د وټساپ پروفایل عکس باندې په کلیک کولو سره یې سټیټس هم لېدلی شئ

روان کال وټساپ اپلیکیشن پر خپل پلیټ فارم کې بې شمېره نوي فیچرې رامنځته کړي او په مخکینو فیچرونو کې یې بدلون رامنځته کړی او اوس یې یو نوی او مهم فیچر رامنځته کړی دی.

د بیټا انفو د ویبپاڼې د راپور له مخې، چې هر وخت د وټساپ فعالیتونه څاري، وایي چې وټساي د پیغامونو لپاره د ملټي ډیوایس، د غږیز پیغام سرعت، ارکاییو او نورو فیچرونه رامنځته کړي دي.

دغه راز ډېر ژر به په خپل نوي اپډیټ کې یو مهم فیچر اضافه کوي، چې په مرسته به یې کاروونکې د پروفایل پر عکس د کلیک کولو سره د سټیټس اپډیټ هم ولېدل شي.

کله چې د یو کاروونکې پر پروفایل عکس کلیک وشي نو وټساپ به درته یو خبرداری درکړي چې آیا تاسې غواړئ چې سټیټس اپډیټ وګورئ او د پروفایل عکس؟ دغه فیچر د ټویټر له فلیټ سره ورته والی لرې.

د ویب بیټا ویبپاڼه زیاتوي چې دغه فیچر اوسمهال د پرمختګ په پړاوونو کې دی او ډېر ژر به په راتلوونکې کې د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شي.

دا هم ولولئ

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې …