کورپاڼه / خبرونه / قېس احمد: دا د کومې سیاسي ډلې نه بلکې د افغانستان ملي بېرغ دی
قېس احمد

قېس احمد: دا د کومې سیاسي ډلې نه بلکې د افغانستان ملي بېرغ دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي قېس احمد وروسته له هغې د افغانستان د درې رنګه بېرغ په اړه پوسټ کړی دی، چې ویل کېږي اسلامي امارات افغانستان ته په راتګ سره دا بېرغ راکوز کړی او خپل سپين بېرغ یې پورته کړی دی.

قېس احمد د افغانستان د درې رنګه ملي بېرغ یو عکس په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپور کړی دی او لیکلي یې دي: ((ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی دی او بیا به یې رپوم.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((دا د کومې سیاسي ډلې او مشر بیرغ نه دی بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ په دې بیرغ پېژني. ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژنئ.))

د یادولو وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېری افغانانو د درې رنګه ملي بېرغ په اړه پوسټونه کړي دي او د اسلامي امارت نه یې غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان دا بېرغ دې نه بدلوي، ځکه چې دا سل کلن تاریخ لري، همدا راز په بېرغ کې کلمه او نښه هم شته دی او رنګونه یې هم د اسلام استازولي کوي.

طالبانو د افغانستانو د نورو ولایتونو وروسته پرون پلازمېنه کابل هم ونیولو، خو تراوسه پورې د اسلامي امارت له خوا په رسمي ډول د حکومت او نور څه په اړه اعلان نه دی شوی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …