کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نجیبه فیض: طالبان له نوې مفکورې سره راغلي، مه ناهیلې کیږﺉ
نجیبه فیض

نجیبه فیض: طالبان له نوې مفکورې سره راغلي، مه ناهیلې کیږﺉ

د پښتو سریالونو مشهوره اداکاره او د ټلویزیوني خپرونه کوربنه نجیبه فېض په افغانانو غږ کړی دی، چې طالبان له نوې مفکورې سره راغلي دي او دوی دې نه ناهیلي کېږي.

نوموړې په خپله فېسبوکپاڼه کې په ژوندۍ بڼه راغلې وه، چې په سترګو کې یې اوښکې هم وې او ژړل یې، هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې ټولې نړۍ ته مو سوالونه وکړل، هشټاګونه مو وچلول خو هیچا هم راسره مرسته ونه وکړه. نوموړې وویل چې (په لوی خدای باور پکار دی.)

نجیبه فیض په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې طالبانو ویلي دي چې دوی له یوې نوې مفکورې سره راغلي دي، ځکه دوی هم پوهېږي چې خلکو زده کړې کړې دي، پرمختګ شوی دی نو شل کلنې لاسته راوړنې به ساتي.

نوموړې له افغانانو څخه دا غوښتنه هم وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې دې یو بل ته پېغور نه ورکوي او په ګډه دې د خپل وطن خدمت وکړي.

نجیبه فېض چې په اصل کې د کندوز ولایت اوسېدونکې ده، اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي، هغې څو کلونه په افغانستان کې له بېلا بېلو ټلویزیونونو سره کار وکړ، خو څه وخت مخکې بېرته پاکستان ته ستنه شوې وه.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …