کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حامد کرزي او ډاکتر عبدالله د روانو حالاتو په اړه هېوادوالو ته ډاډ ورکړی

حامد کرزي او ډاکتر عبدالله د روانو حالاتو په اړه هېوادوالو ته ډاډ ورکړی

حامد کرزی وایي، مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او هغه په کابل کې یې د لا آرامۍ لپاره هڅې پیل کړي او دغه هڅې به یې د ورځنيو چارو په عادي کولو کې نتیجه ورکړي.

هغه زیاتوي چې له طالبانو سره په اړیکه کې دی، خبرې یې مثبتې دي، که د خدای خوښه وه نو زموږ ګران او خاوره به د سولې او امنیت او د سراسري خوښۍ او خوشحالۍ څښتنه شي.

بل لوري ته ډاکتر عبدالله عبدالله وایي چې موږ هڅې او کوښښونه له شخصي غوښتنو او عرضونو څخه پاکې او د ښار د آرامۍ لپاره دي.

هغه هیله څرګنده کړې چې هېواد ته به خدای بیا سوله، آمن، نېکمرغي او سوکالي راولي او ډاډ یې ورکړی چې اوسمهال له اندیښنې ډکه فضاء د اندیښې وړ نه ده او یو ښه راتلوونکې به ولرو.

حامد کرزي هم ډاډ ورکړي، چې د واک د انتقال کومه پروسه چې ور تر غاړې او روانه ده، د هېواد په خیر او ګټه ده.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …