کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اکرام علي خیل: ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژني

اکرام علي خیل: ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژني

د افغانستان کرکټ ځوان او تکړه لوبغاړی اکرام علي خېل وایي، چې ملي بیرغ ته احترام وکړئ او مه پرېږدئ چې د افغانانو هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شي.

علي خېل دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د بیرغ اړوند بحثونه راپورته شوي او خلکو غوښتنه کړې، چې ملي بیرغ دې پخپل ځای پاتې شي.

علي خېل د ملي بیرغ په اړه ورته غبرګون ښودلی او پخپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي:((ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی دی او بیا به یې رپوم.))

هغه زیاته کړې:((دا د کومې سیاسي ډلې او مشر بیرغ نه دی بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ په دې بیرغ پېژني. ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژني.))

د یادولو وړ چې تر اوسه پورې د راتلوونکې نظام د ډول په اړه واضح معلومات نشته، چې هغه به څه ډول حکومت وي او مشري به یې د چا په غاړه وي.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه سمرسیټ لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سمرسیټ او همپشایر لوبډلې سره …